Lec 2 Generations of ComputerLec 2 Generations of ComputerLec 2 Generations of Computer.pptx

badamniazi 0 views 20 slides Sep 29, 2025
Slide 1
Slide 1 of 20
Slide 1
1
Slide 2
2
Slide 3
3
Slide 4
4
Slide 5
5
Slide 6
6
Slide 7
7
Slide 8
8
Slide 9
9
Slide 10
10
Slide 11
11
Slide 12
12
Slide 13
13
Slide 14
14
Slide 15
15
Slide 16
16
Slide 17
17
Slide 18
18
Slide 19
19
Slide 20
20

About This Presentation

xyz


Slide Content

By: J.Faizi 2025

Lec-2 Generations of Computers

Introduction 1 st Generation 2 nd Generation 3 rd Generation 4 th Generation 5 th Generation contents

Generation in computer talk is a step in technology . Originally, the term ―generation‖ was used to distinguish between varying hardware technologies but it has now been extended to include both hardware and software that together make up a computer system. The custom of referring to computer era in terms of generations came into wide use only after 1964. There are totally five computer generations known till today

First Generation (1942-1955) Second Generation (1955-1964) Third Generation (1964-1975) Fourth Generation (1975-1989) Fifth Generation (1989-Present) Computer Generations

د کمپیوټر جوړېدو تاریخ یو زړه راښکونکی سفر دی،چې له څو لسیزو راهيسې شروع شوی . د کمپیوټر له جوړېدو څخه مخکې خلکو د شمېرنې لپاره له محلي وسایلو؛ لکه لرګي، ډبرو او د حیواناتو له وړو هډوکو څخه کار اخيسته، خو د وخت په تېرېدو سره انسانانو دې وسیلو ته وده ورکړه او د کمپیوټر بنسټ يې کيښود

د لومړنيو کمپیوټري وسایلو یو څو نمونې، چې انسانانو د حساب لپاره کارولې د مثال په ډول راوړو . اباک ا س (Abacus): تقريبا ۴۰۰۰ کاله پخوا په چین کې یو ماشین جوړ شو، چې د اباک ا س په نوم مشهور شو. دا ماشین په حقیقت کې د اوسني حساب ماشین (کالکولیټر) په څېر کاریده. دا د لومړي ځل لپاره په چین کې جوړ شوی وه او د جمع، تفریق، ضرب او تقسیم عمليو لپاره کارول کېده. د دې جوړښت بڼه داسې وه، چې د لرګي په چوکاټ کې د فلزي تارونو سیخونه لګېدلي وو او په دې تارونو کې د لرګي دانې سر په سر ځای پر ځای شوې وې. هرې دانې یې مختلف رنګ درلود او د کارونکي له خوا پورته او ښکته کېدلې، چې همدا يې د حساب ترسره کولو پروسه وه .

جان‌نیپیر‌ (John Napier): جان‌نیپیر د نیپیر هډوکي (Napier’s Bones)‌ په نوم یوه لاسي حسابي وسیله جوړه کړه، چې د ضرب او تقسیم عملیو لپاره کارول کېده. د نیپیر هډوکي له نهو جلا تختو (rods) یا هډوکو (bones) څخه جوړه وه، چې هر یو یې د اعشاري سیستم پر اساس ارقام لرل . پاسکالین‌ ( Pascaline ) : پاسکالین یا پاسکال ماشین د لومړنیو حسابي ماشینونو له ډلې څخه و، چې مشهور ساینس‌پوه بلز پاسکال (Blaise Pascal)‌ په ۱۷ مه میلادي پېړۍ کې جوړ کړ. دا ماشین د جمع او منفي عملیو لپاره کارول کېده.

ډیفرنس ماشین (Difference Engine) : چارلز بابج د «کمپیوټر پلار» په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې هغه په ۱۹ مه او ۲۰ مه پېړۍ کې د یوه اتومات محاسبې ماشین د مفکورې او ډیزاین په توګه د لومړنیو کمپیوټري ماشینونو په پرمختیا کې ونډه واخیسته. دده له مشهورو اختراعاتو څخه یو د ډیفرنس انجن (Difference Engine)‌ په نوم یو ماشین دی او بیا وروسته یې تحلیل کوونکی ماشین (Analytical Engine)‌ جوړ کړ . ډیفرنس انجن یو ماشین و، چې د ریاضي او احصایې فورمولونو دقیق او اتوماتیکو حساباتو ترسره کولو لپاره جوړ شوی وه. دا ماشین د بریتانیا د حکومت په مالي تمویل جوړ شو، خو په بشپړه توګه یې بشپړ نه شو کړای. ډیفرنس انجن د ریاضي فورمولونو او حسابونو پر بنسټ کار کاوه، په ځانګړې توګه د polynomial functions لکه لوګاریتمیک او مثلثي جدولونو محاسبه .

وینیور بوش ( Vannevar Bush) ماشین: وینیور بوش د کمپیوټر او انجنیري په تاریخ کې یو مهم شخصیت تیر شوی دی، هغه د ۱۹۳۰ کلونو په لسیزه کې د "Differential Analyzer" په نوم يو بريښنايي میخانیکي ماشین جوړ کړ. دا په هغه وخت کې د خپل ډول لومړنی ماشین وه، چې په مستقیم ډول د ریاضي معادلاتو، فزیکي او کېمیاوي تحلیلونو لپاره وکارول شو . "Differential Analyzer" د ویکیوم ټیوبونو او بريښنايي محرکونو (impulses) د ادلون بدلون له لارې کار کاوه، دې ماشین توان درلود، چې په یو وخت کې څو مختلف معادلات او تحلیلونه حل کړي.

لومړنی برېښنايي کمپیوټر : ENIAC (Electronic Numerical Integrator and Computer) د لومړني بريښنايي ډیجیټل کمپیوټر په توګه په ۱۹۴۵ ز کال کې په متحده ایالاتو کې د امریکا د پوځ له خوا د توپونو او میزایلو د حرکت او ځای موندنې د اټکل لپاره د محاسبې کولو په هدف جوړ شو. دغه کمپیوټر د بريښنايي ډیجیټل سیستم پر بنسټ کار کاوه، چې په دوه يېز یا بائنري ( ۰ او ۱) اعدادو سیستم يې کاروه . تخنیکي ځانګړتیاوو له اړخه د ۱۷،۴۶۸ وکیوم ټیوبونو څخه جوړ شوی وه، چې د بريښنايي سیګنلونو د کنترول لپاره کارول کېدل. همدارنګه د نورو بریښناني برخو؛ لکه مقاومتونو، کاپیسټرونو او کوایلو څخه هم په کې کار اخیستل شوی و . ENIAC د مستقیم کنترول لپاره سويچونهه، ډیالونه او پنچ‌کارتونه لرل او د داخلي حافظې وړتیا یې هم لرله. دې کمپیوټر ( ۱،۵۰۰ مربع فوټه) ځای نیوه. دا د خپل وخت لپاره یو لوی او پیچلی ماشین وه. همدارنګه یې د یو لوی او ځواکمن ماشین په توګه، په هره ثانیه کې شاوخوا ۵،۰۰۰ د جمع او تفریق عمليې ترسره کولای شوې .

کولوساس (Colossus): یو بريښنايي ډیجیټل کمپیوټر وه، چې د بریتانیا په Bletchley Park کې د دویمې نړۍوالې جګړې په جریان کې د الماني پوځ د پیغامونو د کوډ ماتولو لپاره جوړ شو. دا کمپیوټر په ۱۹۴۳ ز کال کې بشپړ شو او د نړۍ لومړنی بريښنايي ډیجیټل پروګرام کېدونکی کمپیوټر ګڼل کېږي . کولوساس د کمپیوټر ساینس په تاریخ کې یو مهم ګام وه او د بريښنايي ډیجیټل کمپیوټرونو د پرمختیا بنسټ یې کېښود. کولوساس د پیغامونو کوډ ماتولو لپاره یوه لويه وسیله وه او د جګړې د ګټلو لپاره د بریتانیا او متحدینو لپاره مهمه لاسته راوړنه وه. د کولوساس کمپیوټر یوه پټه پروژه وه او د دویمې نړۍوالې جګړې پای ته رسیدو وروسته یې رول په تدریجي ډول خلکو ته معلوم شو. دا کمپیوټر د کمپیوټر ساینس او انجینري په ډګر کې یو بل مهم پرمختګ وه او د راتلونکي نسل کمپیوټرونو لپاره یې مهم بنسټ کېښود.

د کمپیوټر پړاوونه‌ (Generations) کمپیوټر په څو پړاوونو کې بشپړ شوی، چې په انګلیسي کې ورته "جنریشن" وايي او په پښتو کې ورته "پړاوونه" یا د کمپیوټر نسلونه وايي. د اوسنیو عصري کمپیوټرونو راتګ ډېر وخت ونیوه او د ۱۶ مې پېړۍ په شاوخوا کې د کمپیوټر تدریجي پرمختګ پیل شو. په دې لړۍ کې د لومړنیو کمپیوټرونو په جوړښت کې بدلونونه رامنځته شو، چې د کارونو د چټکتیا، حافظې پراخوالي، دقتوالي او د قیمت کموالي په موخه وه. د دې بدلونونو په پایله کې نن موږ د عصري کمپیوټرونو خاوندان یو . په لومړیو وختونو کې یواځې د کمپیوټر په هارډویر کې بدلونونه رامنځته کېدل، خو اوس‌مهال په سافټویر او هارډویر دواړو کې تغیرات راغلي دي

لومړی نسل: لومړي نسل کمپیوټرونو په ۱۹۴۰ ز او ۱۹۵۶ ز کلونو کې وده کړې وه. په دې کمپیوټرونو کې ویکیوم ټیوبونه کارول شوي وه، چې د ګروپ (د رڼا ګروپ) په توګه د کمپیوټر د چلولو لپاره کارول کېده. دغو ټیوبونو زیاتې بريښنا ته اړتیا لرله او زیاته تودوخه یې تولیدوله. ورکړیز او راکړیز (I/O) د کمپیوټرونو په پنج‌‌کارتونو او کاغذي پټو (punch cards and paper tapes) باندې کار کاوه. د لومړي نسل کمپیوټرونو عامل سیستم (Operating system) نه درلود او د حجم له پلوه لوی وه، چې په یو لوی تالار کې ځای کېده. قیمت یې خورا لوړ وه او یواځې لويو شرکتونه اخیستلای شو

دویم نسل: دویم نسل کمپیوټرونو دوره له ۱۹۵۶ ز تر ۱۹۶۳ ز کال پورې وه او په دې نسل کې د ویکیوم ټیوبونو پر ځای له ټرانزیسټرونو څخه ګټه اخیستل شوې وه. ټرانزیسټر د ویکیوم ټیوب په پرتله یو ستر پرمختګ و، ځکه چې دا کوچنی، ګړندی او ارزانه وه. دا هم د لومړي نسل کمپیوټرونو په پرتله د اعتماد وړ وه. که څه هم ټرانزیسټر لا هم زیاته تودوخه تولیدوله، خو بيا هم د ویکیوم ټیوب په پرتله یو مهم پرمختګ وه. د دویم نسل کمپیوټرونو راکړیز (input) د پنج‌کارتونو او کاغذي پټو په مرسته ترسره کېده او ورکړیز (output) یې په چاپ شوې بڼه وړاندې کاوه. په دې نسل کې له لوړ لیول کمپیوټري ژبو؛ لکه FORTRAN او COBOL څخه ګټه اخیستل کېده، چې دا هم د پروګرام لیکلو او کارونې په برخو کې یو پرمختګ وه

درېيم نسل :کله چې مدغم شوی سرکټ (Integrated Circuit) له سلیکان څخه جوړ شو، نو د بریښنایي وسایلو په دنیا کې یو غټ بدلون راغی، د زرګونو یا حتی میلونونو ټرانزیسټرونو وظیفه یو مدغم شوي سرکټ سرته رسوله، همدا و چې د درېم نسل کمپیوټرونه هم جوړ شول، په درېم نسل کمپیوټرونو کې د راکړیز (Input) لپاره د پنج‌کارت پر ځای د موس او کيبورډ څخه ګټه اخیستل کېده (شکل يې په لاندې ۱-۸ انځور کې ښودل شوی). دا دوره له ۱۹۶۳ ز څخه تر ۱۹۷۱ ز کال پورې وه. په دې نسل کې مدغم شوی سرکټ وکارول شو، چې له امله یې د کمپیوټرونو حجم کې پام وړ کموالی راغی، په اسانه له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالیده او په سوداګریزو او دفترونو کې یې استعمال پیل شو. د دې کمپیوټرونو عملیات ګړندي شول او عامل سیستم (Operating System) د پروسسونو د اجراء لپاره کارول کېده، چې له امله يې په یو وخت کې د څو عمليو د اجراء کولو وړتیا پیدا شوه. د بريښنا مصرف یې لږ شوی وه، د ترمیم او کارونې مصارف یې هم کم شوي وه او عمليې یې د اعتماد وړ وې.‌ همدارنګه په یوه وخت کې له ډېرو پروګرامونو کار اخیستل کېده او له لوړې سطحي کمپیوټر پروګرام لیکنې ژبو څخه په کې ګټه اخیستل کېده .

څلورم نسل: څلورم نسل کمپیوټرونو راتلو ته مایکرو پروسسـر (Microprocessor)‌ لاره هواره کړه. په دې نسل کې په زرګونو مدغم شوي سرکټونه (Integrated Circuit)‌ په یو واحد سیلیکان چپ کې مدغم شو، په دې معنی چې د زرګونو مدغم شويو سرکټونو وظیفه اوس یواځې یو مایکروپروسسـر اجراء کوي لاندې ( ۹-۱ ) انځور کې د څلورم نسل کمپیوټر شکل ښودل شوی . په لومړي نسل کمپیوټرونو کې، د کمپیوټر حجم دومره زیات و، چې ټوله کوټه یا تالار یې نیوه، خو په څلورم نسل کې کمپیوټرونه د لاس په لاس انتقالیدو وړ شو. بریښنا یې کمه مصـرفوله او کم حرارت یې تولیداوه، د عمليو چټکتیا یې زیاته شوه او د عمليو دقت یې لوړ شو؛ نو له دې امله د اعتماد وړ وه. د کمپیوټر قیمت هم کم شوی وه، چې له امله یې د څلورم نسل کمپیوټرونو د خلکو کورونو ته لاره پیدا کړه . په څلورم نسل کمپیوټرونو کې ډله‌ییز پروسس کول (Multiprocessing) ، ډله‌ییز پروګرام کول‌ (Multiprogramming) ، وخت تنظیمول (Time-sharing) ، د عمليو چټکتيا او خیالي حافظې (Virtual memory)‌ تکنالوجیو کارول د څلورم نسل کمپیوټرونو د کاروونکو لیوالتیا زیاته کړه . څلورم نسل کمپیوټرونو دوره له ۱۹۷۲ ز څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې وه او د کمپیوټر په پرمختیا کې یوه مهمه دوره وه. په دې نسل کې د نیټورک او انټرنیټ کارونې هم پیل شوي .

پنځم نسل: د پنځم نسل کمپیوټرونو دوره له ۲۰۱۰ ز کال څخه تر نن ورځې پورې دوام لري. د څلورم نسل کمپیوټرونو بدلونونه زیاتره د هارډویر یا د کمپیوټر په جوړښت کې د تکنالوجۍ پورې تړلي وه، خو په پنځم نسل کې د بدلونونو یوه لویه برخه د سافټویر او مصنوعي ځیرکتیا پورې تړاو لري . په دې نسل کمپیوټرونو کې د حافظې ظرفیت خورا زیات شوی، په یو وخت کې د ډله‌ییز پروسس کولو وړتیا یې لوړه شوې او د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) قابلیت پکې رامنځته شوی. چې له املهيې روبوټونه جوړېږي او په تولیدي چارو کې کارول کېږي، چېرته چې د انسان کار کول ممکن نه وي. دا کمپیوټرونه کولی شي له انسانانو سره په لوبو او نورو تعاملاتو کې متقابل عمل وکړي . کوانټم کمپیوټینګ په دې نسل کې د مغلقو او حساسو عمليو اجراء کولو وړتیا رامنځته کړې. دا کمپیوټرونه د مختلفو غږونو پیژندلو او د هغو په اساس پروسس کولو سهولت هم لري .

Do you have any questions? [email protected] + 93772792782 Jamilurahman Faizi Thanks!
Tags