This is a research slid, based on different topics

amiripixal 6 views 24 slides Sep 01, 2025
Slide 1
Slide 1 of 24
Slide 1
1
Slide 2
2
Slide 3
3
Slide 4
4
Slide 5
5
Slide 6
6
Slide 7
7
Slide 8
8
Slide 9
9
Slide 10
10
Slide 11
11
Slide 12
12
Slide 13
13
Slide 14
14
Slide 15
15
Slide 16
16
Slide 17
17
Slide 18
18
Slide 19
19
Slide 20
20
Slide 21
21
Slide 22
22
Slide 23
23
Slide 24
24

About This Presentation

In the world of design, inspiration is the first step toward innovation. Every designer—whether beginner or expert—benefits from studying existing works, understanding their structure, and learning how visual elements come together to create impact. This particular design is not just a template;...


Slide Content

د افــغانستان اســلامي امــــــــارت لــــــــــوړو زده کــــــــړو وزارت سيــد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصــــاد پوهنځـــی BBA څـــــانـــــګه د خرڅلاو مديريت اغيزمنتيا ارزونه Evaluating the effectiveness of sales management وړاندې کوونکی: صفي الله لارښود استاد: پوهنيار عمران رفيق کال: ۱۴۰۳ لمريز د ليسانس دورې د پايليک سیمینار 1

لړليک لومړی څپرکی دوهم څپرکی دريم څپرکی پايله وړانديزونه ماخدونه لنډيز سريزه د څېړنې اهميت د څېړنې اهداف د څېړنې پوښتنې تيرو ليکنو ته کتنه د څېړنې ميتودولوژي

لنډيز خرڅلاو هغه پروسه ده چې د شيانو ملکيت له اخيستونکي څخه خرڅونکي ته دپيسو په بدل کې انتقاليږي اويا هم پلورونکي څخه پېرودونکي ته دلېوالتيا د لېږدلو په معنا ده. او مارکيت هغه ځاي دی چېرته چې د شيانو خرڅلاو ترسره کيږي په ورځيني ژوندکې خرڅلاو ډېرداهميت وړدی، ځکه خرڅلاو د مشتري سره د هغه د اړتياوو په پوره کولوکې مرسته کوي. د خرڅلاو سربیره د بازارموندنې مديريت په هکله بحث کوو، چې د بازار موندنې مديريت څه ته وايي. د بازارموندنې مديريت عبارت دی له تجزيې، پلان جوړونې،اجراء او د تعين شويو پروګرامونو کنترول د يوسازمان د هدفونو د لاسته راوړلود علاقې وړ بازارونو ته د مطلوب بدلون برابرول دي . د خرڅلاو او بازارموندنې اړيکه مختلفه ده، مګر يو څه مشابې هدفونه هم لري مارکېټنګ د خرڅلاوچاپېريال ته پرمختګ ورکوي.او يومهم اوکليدي رول په خرڅلاوکې لوبوي د بازارموندنې ډيپارتمنټ موخه د پيريدونکو او شرکت ترمنځ د اړيکوزياتوالی دی په لاندې برخوکې مرسته کوي اعلانات،خرڅلاوزياتوالی، خرڅلاو چينلونه جوړول، د نوي توليداتولپاره همرنګه قيمت ايښودونه،خرڅلاود اجناسو صورت بندي، پسته بندي او داسې نور سهوليتونه د خرڅلاولپاره برابروي . پلان جوړونه د هغه تدابيرومجموعه ده،چې دچارو مسؤلين يې په يو ټاکلي وخت يو يا څو هدفونو ته درسېدو لپاره په نظر کې نيسي. پلان جوړنه هغه اګاهانه جريان دی، چې د ټاکلواهدافود ترلاسه کولولپاره ترسره کيږي او دراتلونکي لپاره يو له بل سره تړلي فعاليتونه او اقدامات پيشبيني کوي .

سريزه د تجارتي او غيرتجارتي ادارو حيات، بقا او پايښت ددوي د توليداتو په خرڅلاو باندې ده. دخرڅلاو غوره توازن ده،چې د دوي ژوند تمديدوي اودخرڅلاو د توازن خرابېدل ددوي ژوند په خطرکې اچوي خرڅلاو دخپل دغه سترارزښت د لرلو له کبله د ادارو مديران دې ته وعداره کړي دي، چې د خپلو ټولو فعاليتونو تمرکز په همدې ټکي وکړي. په 1394 کار کې د ضیاء الرحمن ضياء لخوا ژباړل شوی کتاب چې د حسن قلی زاده لخوا د خرڅلاو ځواکمنې لارې چارې په نامه لیکل شوی چې پکې د خرڅلاو په اړه تفصیلی موضوعات واضح شوی دی. د دې کتاب د ليکنو په نتیجه کې د (په خرڅلاو کې د بریالیتوب لارې، په خراب بازار کې د ښه خرڅلاو لارې همدانګه د ښه خرڅونکي ځانګړنې) بیان شوي دي. په 2011 میلادي کال کې د جیسن جورډن او مایکل وازانه لخوا د پلور فعالیت اندازه کولو او اداره کولو رازونه په نامه کتاب ولیکل شو چې د پلور په اړه يې عملي تجربې وړاندې کړي دي. په 2002 میلادي کار کې د پیټریک لینسیونو لخوا د ټیم پنځه نیمګړتياوې په نامه کتاب ولیکل شو چې د مدیریت په اړه د نیمګرتیاو په بابت تفصیلی بحث پکې راغلی دی او د ښه مدیریت لپاره پکې لازمې لارښوونې ترسره شوي دي. د ننني انسان ژوند د پروني انسان په څير نه ده، پخوا به توليدات کم وو،کموخلکوبه د خرڅلاو کاراوبارکاوه،هغوى به دلومړي ځل په ليدلو سره خپل مشتريان پيژندل،د هغواړتياوې به يې تشخيصولې داخيستونکواوخرڅونکو ترمنځ مستقيمې اړيکې وې، خو دننني پرنفوسه نړۍ سره د خرڅلاو پخوانی ساده طريقې صدق نه کوي. د چې ټول پرمختيايي هيوادونه دوه ګوني اقتصادي سيستم ( Dualistic Economic System) لري.

د څېړنې اهميت د دې موضوع اهميت په دې کې دي، چې ګران لوستونکي به وکوالي شي چي د خرڅلاو مدیریت او د هغې د ستونزو په لارو چارو پوهه شي او د هغې په اغيزو باندې پوهه شي. دا ليکني په راتلونکي د هغو خلکو لپاره د اهميت وړ ده کوم چي د دې موضوع مطابق څیړنه کوي نو هغوي سره به دا ليکنه په څيړنيز دوران کې مرسته وکړي او دغي ليکنه د راتلونکو لپاره د يو ميراث په توګه پاتي کيدل يې هم پر اهميت دلالت کوي. لکه څرنګه چې په تجارت او بازار کې د خرڅلاو رول دیر اهمیت لري او د کاروبار او تجارت پر خرڅلاو ولاړ دی نو دې لپاره چې تجارت دوام وکړي نو د هغې د خرڅلاو مدیریت ته ډیره توجو پکار ده ځکه د خرڅلاو مدیریت د تجارت په پرمختګ کې ډیر رول لري او که چیری د خرڅلاو مدیریت سم ترسره نشی نو د کاروبار او تجارت د سقوط لامل ګرځيدلای شي. نو په دې بابت دا لیکنه هغه چا لپاره هم د اهمیت وړ ده چې د خرڅلاو د مدیریت مسولیت لری تر څو د خپل مسولیت په ښه ترسره کولو کې ډیر دقت وکړي او د کاروبار د پرمختک سبب وګرځي.

د څېړنې اهداف په دې څیړنه کې عمده موخې عبارت دي له: 1. د خرڅلاو مدیریت پيژندل 2. د خرڅلاو او بازار موندنې تر منځ اړيکه پيژندل 3. د خرڅلاو مدیریت پيژندل ستونزې او حل لارې پيژندل د څېړنې پوښتنې په دغه څیړنه کې د لاندې پوښتنې ځواب موندل کیږی. 1. د خرڅلاو مديريت څه شی دی؟ 2. د خرڅلاو او بازار موندنې تر منځ اړيکه څه ده؟ 3. د خرڅلاو د مدیریت د ستونزو حل لارې کومې دي ؟

تيرو ليکنو ته کتنه پایله ميتود ليکوال او کال د خرڅلاو په اړه مکمل تفصيلي معلومات او د خرڅلاو په اړه ګټورې لارښونې لکچر نوټ نجيب الله احمدزی ، 1398 په خرڅلاو کې د برياليتوب لارې، په خراب بازار کې د ښه خرڅلاو لارې ژباړل شوی کتاب ضياء الرحمن ضياء ، 1394 د پلور په اړه يې عملي تجربې لیکل شوی کتاب جيسن جورډن او مايکل وازانه، 2011 د ښه مديريت لپاره پکې لازمې لارښوونې لیکل شوی کتاب پيټريک لينسيونو، 2002 مدير ته د يو ټيم او د رهبري کولو او د يوې ادارې يا کاروبار د ښه اداره کولو لپاره ګټورې لارښوونې لیکل شوی کتاب کريس لاټلی، 2011 د يو ښه مدير ځانګړنې اود يو ادارې یا کاروبار د ښه اداره کولو لپاره پکې ګټورې لارښوونې لیکل شوی کتاب ډيويډ ای بروک، 2016

د څېړنې ميتودولوژي ددې موضوع په اړوند لاندې ميتودونواوروشونوڅخه ګـټه اخيستل شوې ده. ۱ - موضوع لومړي راټوله شوې اوبياوروسته په څپرکیونو، باندې وېشل شوې ترڅوموضوعات يوله بل څخه په ښه توګه بېل شي . ۲ - دموضوعاتوپه راټولونه کې تراخره بريده هڅه اوکوښښ کوم چې داساسي اواصلي سرچينوڅخه استفاده اوګـټه پورته کړم خوکه احياناً داصلي سرچينوڅخه څه لاسته رانه غلل بيا دفرعي سرچينولکه : مجلې،ورځپانې اوانټرنيټي سايټونوڅخه استفاده کوم . ۳ - ليکنه به ساده،روانه اوپه پښتوژبه وي اوهرڅوک به وکوالي شي چې يوڅه ورڅخه ترلاسه کړي. ۴ - که چېرته دموضوع دليکلوپه وخت کې کال ذکر کېږي نوپه دارنګه () قوس کې به ليکل کېږي اوهمدارنګه مياشت او ورځ به هم په همدې شکل ليکل کېږي. ۵ - کله چې دکومې منبع نه استفاده کوم نو د هماغې په اخرلمن ليک کې خاص اعتراف کوم لکه احمدزی، نجيب الله، (1398هـ ش) ، خرڅلاو اساسات: ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځي، لکچرنوټ صفحه ۶۲ او د ليکنې په اخر کې دعام اعتراف په شکل دمنابعواومصادروڅخه هم يادونه کوم. ۶ - کله چې متني اقتباس صورت نيسي، نوپه دغه صورت کې په [] قوسونوکې نيول کېږي اوکه چيري دکـتاب دمتن هدف را اخيستل کيږي نوبيا قوسونوته اړتيا نه لېدل کېږي. ۷ - کله چې زما شخصي ارتباطات زياتېږي هغه به دتبصرې ترعنوان لاندې ليکم . ۸ - دمطالبوفهرست به په لومړي سر کې ځاي پرځاي کوم. ۹ - دغه څېړنه په ټوله کې کيفي بڼه لري. دغه څيړنه د کتابتونې څېړنې بڼه لري. په دغه کتابتونې څېړنه کې د بيلابيلو معتبرو کتابونو، مقالو او څېړنو څخه په ګټنې معلومات را ټولوم او له هغو څخه يو واحد نظر څخه په خپل څېړنه کې ګټه پورته کوم.

خرڅلاو تعريف دا هغه پروسه ده، چې د پېسو په بدل کې د شيانو ملکيت له اخيستونکي څخه خرڅونکي ته انتقاليږي .هغه څوک چې د خرڅلاو دنده په مخ وړي د خرڅونکي يا ( Sales Man ) په نوم ياديږي او هغه توکي چې د خرڅلاو په پروسه کې تبادله کيږي د ( Sales ) په نوم ياديږي .

د خرڅلاو د برياليتوب لارې چارې لومړې: د خرڅلاو د برياليتوب لپاره بايد لاندې نقاط په نظر کې ونيول شي. 1) په خرڅلاو کې ځان د مشتري پر ځای کړئ. 2) پرته له دې چې وګورئ مشتري تاسو سره څه ډول (ښه يا بد) چلندکوي،تاسې بايدخپل انساني کرامت وړاندې کړئ،ډاډه اوسئ چې په دې کار سره به مشتري تاسو جذب کړئ. 3) کله چې مشتري ستاسې ادارې ياکارځای ته درشي،نوله هغه سره دهغه داحوال پوښتنه وکړئ. 4) هغه ژمنې چې د خرڅلاو پر مهال مو له مشتري سره کړې وي، پرهغې وفا وکړئ. 5) په خرڅلاو کې کوښښ وکړ،چې خپل وخت مو په لاندې ډول ووېشئ 6) 59 سلنه غوږ شئ، 26سلنه خبرئ، 9 سلنه وليکئ.

د خرڅلاو د ډېروالي لارې چارې اوس ځينو هغو لارو ته پاملرنه کوو چې د خرڅلاو د ډېروالي لامل ګرځي: لومړی:خرڅوونکي بايد له تېزو او زشتوخبروڅخه کاروانخلي.ډېری خلک داسې فکرکوي چې هرخرڅوونکی له هغوتاکتيکونوچې په هغې کې رښتينولي نه وي اونوروته د دوکې ورکولو لاروچارو څخه کاراخلي. دويم:دا چې خرڅوونکي د پېرودونکو د غو ښتنو او اړتياوو څخه خبرنه وي اودا هوډ هم نه لري،چې د هغوی رضايت ترلاسه کړي،بلکې د هغوی موخه يوازې د خپلې ګټې ترلاسه کول وي.يو بل ناسم پوهاوی چې د خرڅوونکي په اړه موجود دی، هغه دا چې ځينې خلک فکرکوي چې خرڅوونکي د ډېروخبرو سره لېوالتيا لري او ډېرې خبرې کوي، په هر صورت خرڅوونکی بايد د مشتري خبرو ته غوږ ونيسي او له هغې څخه يو څو لنډې پوښتنې وکړي.

د خرڅلاو مديريت څه ته وايي؟ د خرڅلاو مديريت له هغه بحثونو څخه عبارت دی، چې په وروستيو کې ډېر په پروګرام جوړونه سازماندهي، لارښوونه او دخرڅلاو پرځواک تاکيدکوي . خرڅلاو مدير د خرڅلاو مدير هغه څوک دی چې د خرڅلاو په پروسه کې لاندې دندې ترسره کوي: پروګرام جوړونه ، رهبري کول،ل ارښوونه کول اوکنترول کول،دغو دندو ترسره کوونکي ته د خرڅلاو مدير وايي.

خرڅلاو مديريت دندې 1) پروګرام جوړونه: د موخو ټاکنه ، وړاندوينه، د سمو معلوماتو راټولول، د چاپېريال پېژندنه، اړيکې او تصميم نيونه شامله ده. 2) رهبري کول:دخرڅلاودقوې ټاکنه،دکاروېش،د دندو تفکيک،د ګزارش ورکولواوکاري اړيکومسيرټاکل،د مسؤليتونومشخصول اودخرڅلاو د قوې اختيارات. 3) لارښوونه کول: سرپرستي او رهبري کول،دانساني سرچينوروزنه،انګېزه اوانساني اړيکې د خرڅلاو د قوې حقونه اوګټې او د رهبرۍ ښه ټريننګ. 4) کنټرول : څارونکي باخبره اوسېدل،دبرنامې اوعمل ترمنځ سنجش،په کړنو کې د انحرافاتو د دلايلو پېداکول اود تېروتنو اصلاح کول شامل دي. 5) همغږي : له کارکوونکو سره غونډې نيول،د خرڅلاودقوې ترمنځ د اړيکواوهمغږۍ د زياتوالي په اړه کوښښ کول،د شرکت په داخل کې د ناسالم رقابت پرځای د دوستۍ فضا رامنځته کول، پرځان د باور روحيه پياوړی کول، په ګروپي بڼه دکارکولو فضارامنځته کول او د خرڅلاو په برخه کې د انګېزې پراختيا او سيستم رامنځته کول.

بازارموندنه د بازارموندنې پروسه په اخيستلو سره شروع کيږي،اوتل د اخيستونکي ضرورتونو باندې تمرکز کوي. پدې لټه کې ده چې د مشتري د ضرورتونو مطابق توليدات عرضه کړي په لنډ ډول بازارموندنه د توليد ،خرڅلاو اوداسې نورو په هکله پوهه ده. بازارموندنه مختلف فعاليتونه ترسره کوي، د مثال په ډول يو څو يې دادي: اعلانات،خرڅلاو زياتوالی،خرڅلاو چينلونه جوړول،د نوي توليداتولپاره همدارنګه قيت ايښودونه،خرڅلاود اجناسو صورت بندي، پسته بندي او داسې نور سهوليتونه د خرڅلاو لپاره جوړوي.

د خرڅلاو او بازارموندنې اړيکه بازارموندنه خرڅلاو يا پلور دبازار موندنې پروسه په اخيستلو سره شروع کيږي او تل د اخيستونکي د ضرورتونو باندې تمرکز کوي. خرڅلاو د پلورنکي پواسطه شروع کيږي،او تل دمشتري د غوښتنو د پوره کولو په لټه کې وي. مارکيت په فرصتونو باندې ټينګارکوي. پر اضافه شوي بازار باندې ټينګارکوي پدې لټه کې ده چې د مشتري د ضرورتونو مطابق توليدات عرضه کړي. د محصولاتو بدلول په نقده پيسو سره. بازارمونده د توليد،خرڅلاو اوداسې نورو په هکله پوهه ده. خرڅلاو هغه څه دي،چې توليد شوي دي.

د خرڅلاو مديريت ستونزې او حل لارې چارې خرڅلاو مديريت ستونزې هرسازمان د خپلو ځانګړو موخو د پرمخ بيولو لپاره حتمأ يو شميرګواښونو سرمخ کيږي،نو خرڅلاو سازمان يا مديريت هم د يو شمير ستونزو سره مخ دی، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو: 1) خرڅلاو د مديرانو لپاره د يوه دوامدارې ستراتيژۍ نه شتون. 2) خرڅلاو د نماينده ګانو د فعاليتونو کمزورتياوې. 3) پيش بيني شوو معلوماتو کې د نيمګرتياوو رامنځته کيدل. 4) خرڅلاو لپاره د خرڅلاو د مدير ستونزې موجوديت. 5) د پلورونکو ناسم چلند له مشتريانوسره. 6) خرڅوونکي د پيريدونکو د غوښتنو او اړتياوو څخه خبر نه وي.

د خرڅلاو مديريت ستونزې او حل لارې چارې د لومړۍ ستونزې حل: ستراتيژي څه ده؟ هغه واحده،هراړخيزه طرحه ده،چې دادارې دقوت اوضعف ټکي له چاپيريالي فرصتونو او ګواښونو سره تړي او د ادارې موخو ته رسيدو لپاره لاره هواروي،فرق نه کوي که هرسازمان وي. د خرڅلاو د مديرانو لپاره د يوه دوامداره تګلارې يا ستراتيژۍ موجوديت هغه څه ده، چې کولای شي له دوي سره د خرڅلاو پلان جوړونې په عملي کولو کې ښه رول ولوبوي. همدارنګه که ښه بريالې ستراتېژي ولرو نو کاروبار به مو هم ډېر ژر پرمختګ وکړي . همدارنګه که د خرڅلاو کاروباري ادارې غواړي چې تل لپاره دوامداره اغيزمن فعاليتونو د خرڅلاو په برخه کې ترسره کړي،خپل پايښت او دوامداره توب غواړي. د دويمې ستونزې حل: بله ستونزه داده، چې د خرڅلاو د نماينده ګانو خپل فعاليتونو په سمه توګه نه ترسره کوي او په فعاليتونو کې يې ډېرې کمزوتياوې ليدل کېږي. د خرڅلاو مدير دنده لري چې د خرڅلاو ټيم وخت په وخت ترنينګ کړي او د نوي چاپيريالي فرصتونو سره يې اشنا کړي؛ ترڅو دوی وکولای شي په ماهرانه ډول هغه ستونزې چې د خرڅلاو په وړاندې يا د پلورونکو او يا د مشتريانو په وړاندې رامنځته کيږي،دحل لارې چارې ورته برابرې کړي چې دې سره به د نماينده ګانو نيمګرټياوې هم جبران شي او خپل د خرڅلاو ټيم وخت په وخت تشويق شي.

د خرڅلاو مديريت ستونزې او حل لارې چارې د درېيمې ستونزې حل: پيش بيني يا فرکيسټ هغه څه ده، چې کمپنۍ خپل وضعيت په راتلونکي کې اتکل کول دي، يعنې په لرې زماني فاصلو کې خپل د خرڅلاو وضيعت ټاکي، چې دا کار ټول په تجاربو ولاړ دی او که د خرڅلاو په مديريت کې مسلکي او تجربه لرونکي مديران او خرڅلاو ټيم وجود ونه لري، دا چاره به د خرڅلاو مديريت په وړاندې غټې ستونزې رامنځته کړي؛ دا ځکه چې موږ به يوڅه پيش بيني کړي وي او واقع به بل څه شي مثلا: موږ د توليداتو د خرڅلاو لپاره په اينده کې(100) قيمت غوره کړی وي او کله چې خپل پيش بيني شوی وخت ته ورسيږو،کيدای شي قيمت مو ټيټوالی وکړي، چې دا يوه غټه ستونزه د خرڅلاو د مديريت په وړاندې موجوده ده، نو ددې کارلپاره متخصص تجربه لرونکي ټيم ته ضرورت دی،چې دخرڅلاومديريت په سازمان کې موجود وي.ترڅو د خرڅلاو د وړاندوينې له ميتودونو څخه چې پورته مو ترې يادونه کړې په ښه توګه تطبيق کړې . د څلورمې ستونزې حل: په خرڅلاو مديريت کې بله ستونزه د خرڅلاو د مدير ستونزې موجوديت ده، چې پاملرنه بايد ورته وشي؛ ځکه مديرهغه څوک دی چې دا پروسه پرمخ بيايي، ښه او مسلکي مديرکولای شي خرڅلاو ته لازم پرمختګ ورکړي او هم کولای شي دغې پروسې لپاره نيمګړټياوې رامنځته کړي،نو د مديرانو روزنه ډيره مهمه اواصولي ده، چې بايد جدي ونيول شي.نور هغه پخوانۍ مديريت وخت تللی دی، چې انسانان ماشينونه نه دي هغوي احساس ،درک اوبصيريت لري، نو پردې اساس د انساني سرچينو مديريت او د ماشينونو مديريت توپير لري. ښه او مسلکي مديران کولای شي له کارکوونکو څخه پنځوونکي جوړکړي.

د خرڅلاو مديريت ستونزې او حل لارې چارې د پنځمې ستونزې حل: بله غټه ستونزه د خرڅلاو د مديريت په وړاندې هغه د خرڅلاو د تيم ناسم چلند دی، چې له اخيستونکو سره يې کوي دا د دې باعث ګرځي،چې د دې کمپنې توليدات بيا په خرڅلاو نه رسيږي او د خرڅلاو حجم کې يې کموالی راځي. ددې ستونزې لپاره بايد د خرڅلاو ټيم رهنمايي شي، ترڅو له زشتو او تيزو خبرو څخه د مشتري په وړاندې کار وانخلي، مشتري هغه څوک دی، چې موږ ورپورې تړلي يو؛ مشتري موږ پورې تړلې نه ده. د هغوی بايد قدر وشي، ځکه انسانان دي عقل اواحساس لري، د هغوي بايد داسې قدر او احترام وشي لکه؛ څرنګه چې خپل مديرانو او ريسانو ته يې د خرڅلاو په سازمان کې لرو، نو د هغوی د تشويق کول لپاره له داسې لارو چاروڅخه استفاده وکړو، چې په اينده کې تل زموږ سره پاتي شي. د شپږمې ستونزې حل: خرڅوونکي د پېرودونکو د غوښتنو او اړتياوو څخه خبر نه وي او دا هوډ هم نه لري، چې د هغوی رضايت ترلاسه کړي،بلکې د هغوی موخه يوازې د خپلې ګټې ترلاسه کول وي چې دا يو ناسم کار دی، ځکه که دوی د خپلې ګټې پسې ګرځي نو مشتري خوبيا هغه څوک دی، چې له خرڅوونکي څخه زيات د ځپلې ګتې پسې ګرځي. بل ناسم پوهاوی د خرڅوونکو په اړه موجود دی، هغه داچې ځينې خلک فکر کوي خرڅوونکی د ډېرو خبرو سره ليوالتيا لري او ډېرې خبرې کوي ،په هر صورت خرڅوونکی بايد د مشتري خبرو ته غوږ ونيسي او له هغه څخه يو څو لنډې پوښتنې وکړي .

پايله د خرڅلاو مديريت هغه علم دی، چې په وروستيو کلونو کې رامنځته شوی دی، چې په پلان جوړولو،تنظيم کولو،لارښوونې،کنترول او د خرڅلاو پرځواک باندې ټينګار کوي. د پلور مدير بيا هغه څوک دی، چې د دغې پروسې د چلولو دنده په غاړه لري .د خرڅلاو مديريت بايد دا توانايي ولري،چې دخرڅلاوقوه په سمه توګه اداره کړي اود شرکت موخې ترلاسه کړي د مديريت په هکله ډېر تعريفونه شوي دي، د هغه له جملې څخه يو دا هم دی چې مديريت د کار پرمخ وړونکي، چلوونکي، اداره کوونکي ته وايي. په مجموع کې که ووايو د خرڅلاو مديريت له پنځو مهمو موضوعاتو څخه بحث کوي: تعريف او د معلوماتو د راټولولو لپاره يو مرکز جوړولو: په دې مرحله کې د شرکت د بېلابيلو محصولاتو په اړه د ورکړل شويو سفارشونو مطالعه ،د معلوماتو د راټولولو يو مرکز جوړ او تعريفيږي، په دې برخه کې اړوند ټول معلومات راټوليږي. د لاسته راغلو معلوماتو تحليل او د بېلابېلو بهيرونو لاسته راوړل: په دې مرحله کې د بيلابيلو سفارشونو د تحليلونو له لارې مختلف بهيرونه په لاس راځي. په دې مرحله کې د معلوماتو د تحليلولو لپاره له بيلابيلو تکتيکونو څخه کار اخيستل کيږي. د مخکينيو تجاربو په اساس د راتلونکي خرڅلاو وړاندوينه : په دې ځای کې دتېروتجاربوڅخه په استفادې سره دراتلونکي خرڅلاوتخمين صورت نيسي،چې په دې مرحله کې د بازارموندنې موخې شاملې دي: بازارموندنه څه ده؟ بازارموندنه داسې پروسه ده ، چې مشتري او خرڅلاو لپاره زمينه برابروي او تل په دې لټه کې وي، چې مشتري ته جنس په ښه ډول وروپيژنې چې د دې لپاره مختلف چينلونه په لاره اچوي لکه: اعلانات، قيمت ايښودنه ، سورت بندي او داسې نور. د خرڅلاو د سيمو او ونډو تعين : په دې برخه کې د شرکت د هدف بازار په بيلابيلو سيمو وېشل کيږي ، چې د دې سيمو پراساس د خرڅلاو ونډه تعينيږي.

وړانديزونه 1) خرڅلاويو داسې فن نه دی، چې له مخې يې اخيستونکي د يوڅيز اخيستلو ته په زور اړ کيږي؛بلکې خرڅونکو ته ښايي چې د خپلو اخيستونکو غوښتنې ، طبيعت او حالت وپېژني او ورسره سم چلند وکړي. 2) په مارکيټ کې د اخيستونکو ډېرې ګيلې د توليداتو د کيفيت په هکله وي، خرڅونکو ته لازمه ده چې بې کيفيته توکي خرڅ نه کړي. 3) خرڅونکي د خپلو توکو د خرڅلاو په مهال بايد د خپل چاپيريال د صفا ساتلو روحيه ولري. 4) دولت بايد بزګرانو ته د دوي د خرڅلاو په هکله تربيه وي کورسونه داير کړي ترڅو دا پروسه په کاميابی سره سرته ورسيږي. 5) په خرڅلاو کې ځان د مشتري په څېر کړئ. 6) پرته له دې چې تاسې وګورې چې مشتري له تاسې سره څه ډول چلند کوي تاسې بايد خپل انساني کرامت وړاندې کړئ. 7) له مشتري سره مو کړي ژمنې پوره کړئ. 8) خرڅلاو لپاره ته د ښه فرصت پيداکولو لپاره له مشتري سره له نږدې همکاري ولرئ. 9) داسې لارې چارې د خرڅلاو لپاره وټاکئ چې ټولو ته د منلو وړ وي. 10) د مشتري د جزبولو لپاره له ټوکو او خوږو خبرو څخه کار واخلئ.

ماخذونه احمدزی، نجيب الله، (1398هـ ش) ، خرڅلاو اساسات: ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځي، لکچرنوټ ناچاپ سعيدی،سيدقياس، (1395ھش) بازارموندنه: ننګرهار،مومندخپرندويه ټولنه قلي زاده، حسن،خرڅلاو ځواکمنې لاري www.ketabtoon.com, ضياء،الرحمن،ګوچنې سوداګري، www.ketabtoon.com https://www.bishtrazyek.com/، فروش-و- بازاريابي- ،- دوـ موضوع-متفاوتند؟ https://www.ibazaryabi.com تفاوت- بازاريابي /با فروش https://parmisit.com/suport/training-center/articles/item/1648-- - بوديجه فروش-به-چه- معنا است؟ https://www.marketing91.com/objective-of-sales- management https//www.sandler.com/blog/advantages-selling-career pdfhttps://viravision.net>issues>sales for forecasting method

له توجو څخه مو يوه نړۍ مننه! پوښتنې؟
Tags