د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د صحت د تمویل او اقتصاد ریاست د ۱۴۰۲ کال پلان، فعالیتونه او لاسته راوړنې
هدف د روغتیايي خدمتونو د معیاري عرضه کولو په موخه په روغتیايي سکتور کې د موثرو او مثمرو او انکشافي توازن په نظر کې نیولو سره د اقتصادي پلانونو او طرحو تحلیل، ارزیابي او انسجام. د روغتیايي سکتور مالي خودکفايي، د بې ځایه مصارفو مخنیوي او په لګښتونو کې موثریت او مثمریت رامنځته کول
د ۱۴۰۲ کال پلان د روغتیا د ملي حسابونو د اتم او نهم دور راپورتولیدول ( Data collection, Cleaning, Mapping and Analysis ) د صحت د تمویل د پالیسي بیا کتنه اصلاح او د نوي پالیسي انکشاف د صحت د تمویل استراتیژي انکشاف (۲۰۲۳- ۲۰۲۸) د عامې روغتیا د نوې ملي ستراتیژي قیمت ګذاري د مالي کال ترپایه د تمویل لپاره لږ ترلږه د دوه نویو عایداتي سرچینو فعالول او ددغو عایداتي منابعو د فعالولو، او تطبیق لپاره د ذیدخله لوریو سره همغږي او د عایداتي سرچینو تطبیق لپاره ګډ کار د مصارفو د مدیریت معلوماتي سیستم فعالول Expenditure Management Information System او ددغه سیستم معرفي په ملي شفاخانو، تطبیق کونکو موسسو او نورو ذیدخله خواو ته د ولایاتو په تفکیک سره د روغتیایي سکتور د لګښتونو تحلیل د موجوده منابعو څیړل او د تمویلي خلاوو په ګوته کول
د صحت د تمویل او اقتصاد ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه د روغتیا د ملي حسابونو اتم دور(۲۰۲۱) راپور نهايي شو او د وزارت د محترم مقام د تایید څخه وروسته ټولو ذیدخله خواو اود عامې روغتیا وزارت په ویب پاڼه کې نشر کړل شو. د نهم دور (د ۲۰۲۲ کال) د ارقامو راغونډول چې اوس د Data Cleaning مرحله یې ادامه لري د اقتصاد او صحت د تمویل پالیسي مسوده چمتو کول د صحت د تمویل د طرحو انکشاف، او د هرې طرحې د تطبیق رهنمود چمتو کول د خصوصي تحصیلی نهادونود فارغینو او ستاژرانو ته د عملی کار او ستاژ د لایحې او طرزالعمل نهايي کول او د تطبیق لپاره یې ذیدخله اداراتو سره همغږي رامنځته کول. (د شپږو میاشتو په موده کې شاخوا ۱۴ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته له دې لارې جمع شویدي) د حق الاجرت د فیس د مکمل تطبیق اقتصادي تحلیل او د معالجوي طب عمومي ریاست، مالي ریاست، او د مالیې محترم وزارت سره پدې اړه متعددې ګډې ناستې ترتیبول د روغتیا سکتور د ټولو لګښتونو د معلومولو او قیمت ګذاري د تحلیل یا costing لپاره د معالجوي طب او نورو خواو سره په ګډه د کانسپت نوټ، پلان، پوښتنپاڼو او نورو چمتو کول د عوایدو د علامه ګذاري طرح چمتو کول او په مختلفو سطحو کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د رامنځته شوو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره دادخواهي او غوښتنه
د صحت د تمویل او اقتصاد ریاست لاسته راوړنې او فعالیتونه د جمهوریت روغتون د ریفورم د کمیټې رهبري، د عوایدو او لګښتونو تحلیل، د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره په هفته وار او ماهوار ډول د پرمختګونو او وړاندیزونو په اړه مجالس نیول د مصارفاتي معلوماتي سیستم د فعالولو لپاره هڅې، د NTA بست ایجادول، د وظایفو د لایحې انکشاف د پانګوالو سره اړیکې نیول ترڅو د روغتیا د سکتورمختلفو سطحو کې پانګه اچونې ته د عامه او خصوصي مشارکت له لارې تشویق کړل شي. د مالیې وزارت، د غیر مالیاتي عوایدو ریاست سره متعددې جلسې پرمخ وړل او د عامې روغتیا وزارت عواید بیرته صحت سکتور ته د سپارلو لپاره دادخواهي د نویو استخدام شوو کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان به مالي او تخنیکي مرستو سره درې ورځنۍ برنامه تطبیقول
نور فعالیتونه او لاسته راوړنې د اسلامي امارت د امیرالمومنین حفظه الله د هدایت او د وزارت د مشرتابه د حکم سره سم د بدخشان ولایت پامیر او واخان ته سفر او دهغه ځای د اوسیدونکو د روغتیايي ستونزو په اړه ګزارش چمتو کول
د بدخشان د روغتیايي ستونزو حل د سفر د موندونو تعقیب او د حل لپاره یې د نړیوالو شریکانو او تطبیق کونکو په شمول دوه ورځنی ورکشاپ دایرول او اکشن پلان چمتو کول
د بهرنیو ځواکونو په مرکزونو کې د طبی تجهیزاتو بررسی د افغانستان د اسلام امارت د کابیني د ۲۲/۰۷/۱۴۴۴نیټې د۲۳ مصوبې د ۳ بند پر اساس د بهرنیو نظامي ځواکنو څخه پاته شوو مرکزونو او روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو د بررسي او کتګوري کولو لپاره مرکز، بلخ، جوزجان او بګرام ته سفرونه او ګزارش چمتو کول